نصیب ځدراڼ
د څه وخت مخکې پخوانۍ کیسه ده، پکتیا کي د خپلوانو کور_کلي ته روان وم. په افغانستان کي د لري پرتې سیمې د ټرانسپورټ د مشکل سره مخ دي. لګ څه امنیتي مشکل وي او لګ موټر نشتوالی نو هم هاغه د ظاهر شاه د وخت غوندي که د ماسپیښن نه ورسته دي موټر پیدا نکړ نو یا خو پاتي کیږې یا به په بار وړونکیو موټرو کي ځې، هغه هم که قسمت او موټروان دواړه درباندي مهربان شول.
نو مازدیګر مو یو لوی موټر چي زموږ طرف ته “کوماز” ورته وایي پیدا کړ. موټروان راته ویل، تر پلانکي ځایه پوري ځم له هغې مخته ستاسي خوښه که د شپې ځئ او که هلته چیرته شپه کوئ او سبا ته د سوارلیو موټرو ته انتظار کوئ. ډیر ستړی مزل مو وکړ یو موټر ډیر سست روان وو بل زموږ زړونه له سلو ستړیاوو ډک وو.
د شپې یې یو ځای کوز کړو. په لاس یې داسې اشاره راته وکړه ته به وایې چې د نومړي اشارې په رفتار موږ ورسیدو، وایې داسي چې ولاړ شئ! نو دې طرف ته به پلانکی کلی وي، لږ مزل مو وکړ.
زما سره مي تره هم وو. د سعودی مسافر وو. په مزلو نه وو عادت. له بله ځایه مو سونځلې راوړې وې هغه د سونځلو وړه بوجۍ هم ما راخیستې وه. آخر مي غیرت بغارې ووهلې ورته ومي ویل چې دا بوجۍ که ته نشي راسره وړلای بیا به دلته شپه وکړو. لږ غوسه غونته شو وایې دومره خو درنه نه ده. ته لږ نازولی یې بس همدا ځواب یې وو او بوجۍ یې رانه وانخیسته. ما ویل داسي به وکړو دلته به چیرته په جومات کي شپه وکړو نور به سبا د خپلوانو کلی لټوو.
نږدي جومات ته ورغلو دروازه یې خلاصه وه څملاستو نه بالښت نه توشک وو، خوب نه راتلو. سوچونو ته مو کش ورکړ او همداسي پسي ویده شوو. سهار د جومات امام راغی لمانځه ته یې راویښ کړو. دا د جومات تر څنګ مدرسه هم وه. اودسونه مو وکړل. لګ ورسته د مدرسې طالبان راغلل. لمونځ مو وکړ دوی په سبقانو پیل وکړ موږ په کونج کي بیا د ویده کیدو ناکام کوشش کاوو. تر څو د سهارنۍ ناشتې وخت شو. موږ ته یې هم دعوت راکړ. موږ د مازدیګر له ځان سره کیکونه او بسکټ اخیستې وو چې په ستړي مزل کي مو د خوړولو موقع نه وه موندلې.
څه به مو سر خوږوم په دستر خوان ورسره کیناستو شین چای وو، طالبان وو، چې ټولو خولۍ او پټکي په سر وو. د ځینو جامې صفا خو زړې وي او ورباندي لنډي ښکاریدي، د چایو پیالې ځینې وړې، ځینې غټې وې، له چايو سره بوره نه وه، او یوه طالب له یوه دوسمال څخه ډوډۍ راوایستله او موږ ته یې هم راکړله.
ډوډۍ په مختلفو شکلو پخه شوې وه داسي نه ښکاریده چې په یوه کور کي پخه شوې وي له ډیرو کورنو څخه راټوله شوې وه او چې د خوړلو پیل مو ورباندي وکړ خدای شته بیخي وچه کلکه وه نو له وارخطایی وتښتیدم هغه خپل بسکټ شیان مي راوړل. تره مي را ولاړ شو په طالبانو پسې یې وویشل او زما برخه بیا هغه وچه ډوډۍ شوه.
دوی داسې په خوند ورباندی لګیا شول. ملا صیب مې تره ته وویل چې دلته پینځه ویشت طالبان د شپې د وخت اوسیږي نور نږدي چې دي هغه د ورځي راشي او د شپې بیرته لاړ شي. زه حیران وم ورته چي دا وچه ډوډۍ او ټوله ورز سبق ته کیناستل او بیا طالبان څومره په شوق سره دا هر څه کوي.
ورسته په ډیرو مدرسو وګرځیدم. نه دولت کومک ورسره کوي. نه کومه مؤسوسه د مکتبو غوندي په ښه نظر ورته ګوري نه دوی له شاګردانو پیسې آخلې. د استاذانو معاش یې په چاندو چلیږي که وي یو وار جار جار که نه وي نو سل ځله جار.
دا کیسې ځکه ذهن ته راغلي چي څو ورځې مخکې د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل ویل چې زموږ مشکل د مدرسو سره دی ځکه یې بمباروو. خو مشکل یې په ګوته نه کړ. عالمان او طالبان له چا هیڅ نه غواړي. خو د اسلام د دین ژوندی ساتلو لویه فریضه یې په غاړه اخیستې ده. د علم په دنیا کي کومه بله اداره داسې مثال نشی وړاندې کولی چې د وسائلو او اسبابو په نشتوالې کي یې هم په پیړیو_پیړیو خپله مبارزه روانه ساتلې وي.
د مخالفینو له طرفه په دي جرم چي ولي د اسلام ډیوه بله ساتي په لار کې مختلف خنډونه ورته جوړیږي. کله یې استاذان په شهادت رسوي، کله بندیزونه ورباندي لګیږي. په لارو او موټرو کي د مدرسې طالبانو ته په داسي نظر کتل کیږي ته به وایې په جاپان ایټم بم دوی غورځولی و. یا د ” اول او دویم نړیوالو جنګونو سبب دوی وو. په دستار بندیو یې د بشریت د ټیکه دارانو له طرفه بمبار کیږي. د مخ پر ځای د بندن په اندامونو پیژندل کیږي او خاورو ته سپارل کیږي. که نړۍ کي څوک خواخوږي ورسره ښکاره کړي نو هغو خلکو ته هم رد بد ویل کیږي چي د مدرسې زده کونکي په دي هم نه ارزي چې همدردې ورسره ښکاره شي.
خو دوی بیا هم له چا ګیله من نه دي. نه له چا څه غواړي. خپل درس او تدریس کوي کله یې چي په وطن یا قام کي څوک د باطل په لار روان شي نو د هغه مخه نیسي. کوم ښکرور یې که په وطن تجازو وکړي نو ښکر یې ور ماتوي. او دا کار باید هر د وطن ریښتونی بچی وکړي. د اخلاقو یې دا حال وي چې که کومه غلطې تري وشي نو خلک ورته وایې ته خو طالب یې ته ولي داسي کوي. یانې د فتنو په روان دور کي هم خلک له دوی څخه د غلطیو طمع نه لري.
جاوید فیصل دومره په حقیقت ړوند شوی چي وایې مشکل مو له مدرسو نه دی. داسي خو نه وایي چي مشکل مو د باګرام له امریکایي میدان څخه دی له کومه ځایه چي امریکایانو زموږ ځمکه او فضاء په خپل کنټرول کي اخیستې ده. ځمکه او فضا خو څه چي ارګ او ارګ میشتي مشران او والیان یې هم په خپل کنټرول کي اخیستي.
که کله کوم د انګریز مشر راشي نو ولسمشر اشرف غني نه تر ډاکټر عبدالله ټول دومره په منډه ورځي چې یوه څپلۍ یې په پښو وي بله په ارګ کي پاتې وې.
مدرسې له پیړیو راهسې آبادي دي. خو د باګرام هوایي میدان اوس جوړ شوی. ټول وطن ته مشکل له دي ځایه څخه دی. کوم خیر مو ترې ونه لیدو. ښه به دا وي چې باګرام میشتي انګریزان بیرته خپلو وطنو ته ولاړ شي د مدرسو خو همدا وطن دی، دوی خو چیري نشي تللي.
جاوید فیصله! خلقیانو او پرچمیانو د مدرسو خاوندان ووژل، وربړول خو ورک یې نه کړل، برعکس مدرسو کې اوسیدونکو د دوی هغه ځای (روس) هم دړې وړې کړ له کومه ځایه چي د دوی نظریه راخیستل شوې وه. هسې نه دا ملنګان سبا تا /تاسې هم داسي ورک کړي لکه کمونسټان او شورویان چي اوس د دوی نوم او نظریه د ښکنځل پر ځای استعمالیږي.
برچسب:
نویسنده: افغان