Deprecated: Function get_magic_quotes_gpc() is deprecated in /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php on line 36
Warning: Caot modify header information - headers already sent by (output started at /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php:36) in /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php on line 104
Deprecated: filter_var(): explicit use of FILTER_FLAG_SCHEME_REQUIRED and FILTER_FLAG_HOST_REQUIRED is deprecated in /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php on line 166
Warning: Caot modify header information - headers already sent by (output started at /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php:36) in /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php on line 423
Deprecated: define(): Declaration of case-insensitive constants is deprecated in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 2
Deprecated: define(): Declaration of case-insensitive constants is deprecated in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 3
Deprecated: define(): Declaration of case-insensitive constants is deprecated in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 4
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 201
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 104
Deprecated: implode(): Passing glue string after array is deprecated. Swap the parameters in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/simplepie/library/SimplePie/Parse/Date.php on line 544
Deprecated: implode(): Passing glue string after array is deprecated. Swap the parameters in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/simplepie/library/SimplePie/Parse/Date.php on line 545
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 133
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 104
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 133
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 104
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 133
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 104
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 133
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 104
Warning: Use of undefined constant ATOM - assumed 'ATOM' (this will throw an Error in a future version of PHP) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedItem.php on line 133
Warning: Caot modify header information - headers already sent by (output started at /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php:36) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 93
Warning: Caot modify header information - headers already sent by (output started at /home/niloblog/public_html/txt/makefulltextfeed.php:36) in /home/niloblog/public_html/txt/libraries/feedwriter/FeedWriter.php on line 96 نن 1 1
https://www.nu.asia/
خپلواکه او بېطرفه ویب پاڼهنن ټکی اسیا
https://www.nu.asia/
https://i0.wp.com/www.nu.asia/wp-content/uploads/2020/04/cropped-favicon-1.jpg?fit=32%2C32&ssl=1فرهنګي او ادبي فقر
https://www.nu.asia/204469/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AB%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D9%81%D9%82%D8%B1/
https://www.nu.asia/204469/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AB%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D9%81%D9%82%D8%B1/
سید اصغر هاشمي
فرهنګ د ادب، روزنې، پوهې، دودونو، عادتونو او داسې نورې ماناوې په ځان کې رانغاړي. په ځینو نورو ځایونو کې د هنرونو، اعتقاداتو، اخلاقو او د ټولنې هغه قوانین دي چې انسان یې زده کوي او ډېر وخت د ټولنې په دننه کې وي او انسان او ټولنې ته په میراث کې پاتې کېږي. نن ورځ په سلګونو کتابخانو کې په کتابونو باندې ګردونه پراته دي او څوک یې نه اخلي، په کورونو کې د کتابونو ارزښت نه شته او که یوه څېړنه وشي، په افغانستان کې یو سلنه خلک په کورنو کې کتابخانې نه لري او همدارنګه د کتابونو د لوستو مینه له خلکو سره ډېره لږه ده چې همدغې ته فرهنګي او ادبي فقر ویلی شو. فقر یوازې ولږې تې نه وايي او نه یوازې مالي فقر د یادونې وړ دی، له مادي فقر څخه معنوي فقیر خطرناک دی، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې مادي او معنوي فقر یو له بل سره تړاو لري، یو له بل څخه پیدا کېږي او یو په بل کې تداخل لري. د تفکر او عقلانیت فقر د ټولو ستونزو جرړه ده. نړۍ د عقلانیت په وسیله پرمختګ کوي او که یوه ټولنه د معنوي او عقلاني فقیر سره مخامخ وي، له انسانانو سره تړاو لري او اغېزې یې په انسانانو ډېر لیدل کېږي. فرهنګي فقیر په دوو لاملونو په ټولنې او انسانانو کې وي، له دغو لاملونو څخه یو ارثي دی او بل اکتسابي دی. ارثي له کورنیو څخه په میراث پاتې کېږي او نسل په نسل انتقالېږي او اکتسابي فقر له ټولنې څخه زده کېږي.
فرهنګي ـ ادبي پرمختګ او انسانان
فرهنګي ـ ادبي لوړوالی د انسانانو پورې اړه لري. که د یوې ټولنې انسانان پرمختللي وي، د دوی پرمختګ د دوی د فرهنګ او ادبیاتو پورې اړه لري. یوه ټولنه هېڅکله د لوړ فرهنګ له درلودلو څخه پرته پرمختګ کولی نه شي او د وروسته پاتې والي لامل یې هم ناسم او وروسته پاتې فرهنګ درلودل دي.
فرهنګي ـ ادبي فقیر او عقلانیت
فرهنګي او ادبي فقیر د عقلانیت سره تړاو لري، که یوه ټولنه کې عقل او پوهه لږه وي، د پوهې ارزښت لږ وي او پوهه په ډېره لږه بیه خرڅ شي، نو څرګنده خبره ده چې په داسې ټولنو کې فرهنګي فقیر په لوړو پوړیو کې وي. وروسته پاتې او هغه هېوادونه چې مادي او مالي فقر پکې ډېر وي، خلک یې غریب وي، هېواد او ټولنه یې وروسته پاتې وي، د عقل او پوهې کچه یې ټیټه وي، نو له همدې امله هلته فرهنګي غربت د لوړتیا پوړۍ ته رسېدلي وي. په داسې ټولنو کې د ښه او بد توپیر ښه نه کېږي، د ښه لیکوال پېژندل پکې ستونزمن وي، د شعر پر ځای شعار ته ارزښت ورکول کېږي او په لسګونو داسې نورې خبرې موجودې وي. ستاسو په اند زموږ په هېواد کې عام ولس ملنګ جان ته ښه شاعر وايي او که کاظم خان شیدا ته! په لسګونو داسې بېلګې له تاسو سره شریکولی شم چې د فرهنګي او ادبي فقیر بېلګې ورته ویلی شو.
د یو پوهان وینا ده:
(ملل فقیر و مردم فقیر، بعد از مدتی به فقر شان عادت می کنند و با فرهنګ زیستن در فقر و فقیر بودن سازګار می شوند؛ بنا بر این برای عبور از این فقر تلاش و مبارزه ای نمی کنند.) (په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې، ۲، مخ)
له پورته وینا څخه څرګندېږي فقیر او ناچاري د وخت په تېرېدلو سره د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځي او دغه مادي فقر په معنوي فقیر اغېز کوي او د پیدا کېدلو لامل یې ګرځي.
د فرهنګي فقر په را منځته کېدو کې رسنۍ بنسټيز رول لري، د فرهنګونو په پرمختګ او وروسته پاتې والي کې رسنۍ خپل رغنده رول لري. زه ډېر وخت په رسنیو کې ګورم چې د یو داسې کس شاعري او شخصیت ښکته پورته کېږي، چې نه یې شعر د شعر ماهیت او جوهر لري او نه یې شخصیت د یو ښه انسان دی. په داسې وختونو کې سړی پوهېږي چې فرهنګي او ادبي فقر په وروستۍ کچې کې ځای لري، نو ځکه نه مو د شاعر معیار لوړ شو او نه د ښه انسان په پېژندلو کې له دقت څخه کار اخلو، که په رسنیو کې یو چا ته ښه وویل شو، نو ښه دی او که بد وویل شو، نو بد دی. د رواني او فکري جګړې لپاره رسنۍ یوه ښه وسیله ده او رسنۍ کولی شي چې له بد څخه ښه او له ښه څخه بد جوړ کړې چې دغه کارونه د داخلي او بهرنیو لویو کړیو لخوا تر سره کېږي. د رسنیو په وسیله فرهنګونو ته تاوان رسونه د بورژوازي او نیمه بورژوازي ټولنو یوه ښه وسیله ده.
په فرهنګ باندې د رسنیو رول په اړه راغلي دي:
(د فرانکفورت د انتقادي فلسفي ښوونځي لارویان په دې فکر دي چې ټولې رسنۍ د دوی په خدمت کې دي او دوی خپلې موخې پرې تر لاسه کولی شي. د دې څيړنېزې موسسې غړو جوته کړه چې تکنالوژي د پانگوال نظام په چوپړ کې دی. دوى باور درلود چې د تکنالوژۍ وده په ځانگړې توگه په رسنيو او په ډله ييزو رسنيو کې د دې لامل شوې چې نړيوال ځواک وکړى شي خپل افکار او عقايد د فرهنگ او هنر په قالب کې تثبيت کړي او د خلکو پراخ ولسونه له هر ډول دليل پرته د خپلو موخو لپاره ایل کړي. د دې موخې په لړ کې د تکنالوژي له وسايلو کار اخيستل له پانگوال نظام سره مرسته کوي. په بشپړه او مطلق ډول د باخبرۍ او ناخبرۍ سطحه د افرادو د څار لاندې راولي او کنترولوي يې. د دې نظر عملي مصداق موږ په خپله ټولنه کې گورو چې د رسنيو زياتوالی او په تېره «نيابتي رسنۍ» د خلکو د افکارو د ترور کولو او اغوا کولو لپاره څومره په شدت کار کوي. دولت نه شي کولی د ازاد مارکيټ د سيستم په چوکاټ هغه څه چې زهر شيندي، کنترول کړي او هغه څه چې بنسټونو ته زيان رسوي، مخه يي ونيسـي.(کرګر، فرهنګي بحثونه، ۳۳مخ)
په همدې اړه یو بل بحث دی:
(د فکري او رواني جګړې یوه ښه وسیله رسنۍ دي او موخو ته د لاسته راوړلو لپاره ترې ښه ګټه اخيستل کېدی شي. فکري استعمار هغه رواني جګړه ده چې د انسان فکر او مغز د خپل کنترول لاندې راوړي او د بېلابېلو وسیلو کار اخلي او د یرغمل هېواد په مادي سرچینو یرغل کوي او د دوی په عقایدو، فرهنګ او کلتور په مستقیم او غیر مستقیم ډول یرغل کوي، په دې ډول یرغل کې ډېری خلک نه پوهیږي چې یرغل کوونکي څوک دي او موخه یې څه ده خو یرغل کوونکي په ماهرانه ډول خپل اهداف تر لاسه کوي.) (فکري استعمار، ۵مخ)
فرهنګونو ته زیان رسونه کې دوه خبرې ډېرې مهمې دي، یوه یې چاپیریالي اغیزې دي او بله یې په فکرونو کار کول دي. په اذهانو مثبت او منفي اغیزې د رواني جګړې کار دی چې دوی له بېلابېلو وسیلو ګټه اخلي او فرهنګونو ته زیان رسوي. په فرهنګونو باندې د رسنیو بدې اغیزې په لاندې سرلیکنو کې وړاندې کوم.
کله چې یو هېواد وروسته پاتې شي، د هغوی فرهنګي او ادبي معیارونه ورځ تر بلې زیانمن کېږي، د دوی په پنځونو کې د ښکلا برخه کمزورې کېږي، فکري نیمګړتیاوې ډېرېږي. د نړیوالو معیارونو سره د ادبیاتو پرتلنه نه کېږي، د نړۍ له ادبیاتو سره اشنايي لږېږي او بیا هم د دې یادونه کوم چې د ښه لیکوال او متوسط لیکوال تر منځ توپیر کول لږېږي، چې دغه کړنه د فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې یوه لویه ستونزه جوړوي.
ماخذونه
۱.محمد اکبر کرګر، فرهنګي بحثونه، میهن خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۹۶ل کال.
2.سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی؟، هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۷ل کال.
3.پوهنمل زاهدي احمدزی، فکري استعمار، مسلم خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۵ل کال.
۴. سیداصغر هاشمي، په افغاني فرهنګ د رسنیو بدې اغېزې،
Tue, 12 Jul 2022 21:09:04 +0430نن ټکی اسياpstext/htmlhttps://www.nu.asia/204469/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AB%D9%8A-%D8%A7%D9%88-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A-%D9%81%D9%82%D8%B1/ادبي لیکنيادبسيد اصغر هاشميد ریاضي دوه دېرشم درس
https://www.nu.asia/204465/%D8%AF-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B6%D9%8A-%D8%AF%D9%88%D9%87-%D8%AF%DB%90%D8%B1%D8%B4%D9%85-%D8%AF%D8%B1%D8%B3/
https://www.nu.asia/204465/%D8%AF-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B6%D9%8A-%D8%AF%D9%88%D9%87-%D8%AF%DB%90%D8%B1%D8%B4%D9%85-%D8%AF%D8%B1%D8%B3/
عبدالله وردګ
د رياضي دوه دېرشم درس په لاندې ادرس په پي ډي ايف بڼه ښکته کولی شئ.
د ریاضي (۳۲) درس
زه غواړم، چې په ریاضي کې له تاسې سره مرسته وکړم، او زما هدف یوازې د ستاسې د زړه له کومي دعا ده، او بس.
زه به ان شاءالله، دغه لړۍ جاري وساتم، او هغه ټوله ریاضي، چې د لومړي ټولګي څخه شروع، او تر پوهنتون پورې دوام لري، د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم.
اګر چې زما مسلک ریاضي ندی، لېکن، هغه چا چې په الکترانکس انجینرنګ کې، د دکتورا تر کچې په انګلستان کې زده کړې سرته رسولې وي، نو هغه د ریاضي په معنٰی او قدر ښه پوهیږي. یعنې ریاضي، د الکترانکس د پوهېدلو دپاره ډېره ضروري ده.
د یادولو وړ ده، چې ما ۶ کاله، د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځۍ کي، او ۲۷ کاله د انګلستان په یوه پوهنتون کې، د الکترانکس انجینرنګ په برخه کې د معلمۍ دنده سرته رسولې ده. یا په بل عبارت، دغه ۳۳ کاله، مې محصلینو ته درس ورکړیدی، او د امتحان سوالونه، او د هغو حل مې ورته وړاندې کړیدی.
نو له ګرانو او قدرمنو لوستونکو څخه هیله کوم، چې دغه درسونو ته په کمه سترګه ونه ګوري.
پدغه درسونو کې به ان شاءالله هغه مثالونه وړاندې شي، چې عموماً شاګردان غلطي پکې کوي.
دغه لومړنی درس دی، او کېدای شي، پدغه درس کې یو نوی شی پیدا نکړئ. لېکن، اصلي خبره دا ده، چې شاګردانو ته، د دوی د سویې په کچه درس ورکړل شي.
د ریاضي د درسونو څخه وروسته به ان شاءالله، زه د خپل مسلک درسونه هم وړاندې کړم.
د پام وړ ټکي!
ډېر ځله مونږه یو کار کوو، لېکن، د هغو په هکله په غور سره فکر نه کوو. یعنې که چېرې هر کار ته ښه متوجه شو، نو بیا به راته معلومه شي، چې په ریښتیا سره، مونږه او تاسې یو کار کوو، لېکن، سم فکر نه ورته کوو.
په بل عبارت، مونږه ته هر وخت یو سوال راکړ شوی دی، او د هغو ځواب راڅخه غوښتل شوی. یعنې په یکطرفه جاده کې مو هر وخت حرکت کړیدی.
د مثال په توګه، مونږه او ستاسې ټولو ته هروخت داسې ویل شوي دي، چې فرضاً یو څیز مو په (۱۲۰) افغانۍ رانیولی، او غواړو، ۱۲ فیصده ګټه پکې وکړو، او هروخت مو دغسې سوالونه حل کړیدي. اما، که داسې راڅخه وپوښتل شي، چې یو څیز مو په (۱۳۰) افغانۍ خرڅ کړ، او په هغو کې مو ۱۳ فیصده ګټه وکړه، نو د رانیولو قېمت به یې څو وي!؟
د یادونې وړ ده، چې دغه د فیصدۍ موضوع په ابتداىٔیه کې تدریس کیږي، او شاګردانو ته باید د دوی د پوهې په اندازه سمه طریقه ور وښودل شي، چې دوی پرې پوه شي، او هېڅکله د فیصدۍ په سوالونو کې غلطي ونکړي.
کېدای شي، ځینې لوستونکي، دغه سوال د تناسب، او یا د معادلې له لارې حل کړي. لېکن، هغه عاجزان شاګردان، په هغه وخت کې په تناسب، او معادلو څه پوهیږي!
Tue, 12 Jul 2022 20:23:59 +0430نن ټکی اسياpstext/htmlhttps://www.nu.asia/204465/%D8%AF-%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B6%D9%8A-%D8%AF%D9%88%D9%87-%D8%AF%DB%90%D8%B1%D8%B4%D9%85-%D8%AF%D8%B1%D8%B3/ټولنیزه برخهرياضيعبدالله وردګاشرف غني يو ناکام سياستوال، يو علت
https://www.nu.asia/204463/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D9%8A%D9%88-%D9%86%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D9%85-%D8%B3%D9%8A%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%8C-%D9%8A%D9%88-%D8%B9%D9%84%D8%AA/
https://www.nu.asia/204463/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D9%8A%D9%88-%D9%86%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D9%85-%D8%B3%D9%8A%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%8C-%D9%8A%D9%88-%D8%B9%D9%84%D8%AA/
محمد اسماعیل عندليب
سياست ډېره پېچلې لوبه ده، هم ورننوتل سخت دي، او هم ترې وتل، په سياست کې له ښکېلتيا نيولې، بيا د سياست تر خوشې کولو پورې موده يې تر ټولو ستونزمنه ده، د پښتونخوا يو مخکښ سياستوال ولي خان هغه وخت ارام وموند، کله يې چې له سياست څخه پر ژمنه د وفا کولو په پايله کې څنډې ته شو.
افغانستان هم خصوصاً وروستيو څلور نيمو لسيزو کې د ډول ډول سياستوالو شاهد و، اوس څوک د ظاهر شاه سندرې وايي، څوک په داودشاه مين دي، څوک ډاکټر نجيب اتل بولي، څوک بيا مسعود، حکمتيار او ځينې بيا ملا محمد عمر يا شیخ هبة الله اخوندزاده، د هر چا خپل نظر دی، خو دوی بيا ايا بريالي و، که ناکام؟
د سياستوال د بريا او ناکامۍ لاملونه خورا ډېر وي، چاپېريال، ملګري، حالات، ان له هېواده بهر د شرايطو منځ ته راتلل، خپل ليدلوری، مذهب، او داسې نور د سياستوال په بريا او ناکامۍ کې مهمه ونډه لري.
ما نن د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي وينا واورېده، چې د ستر اختر په مناسبت يې کړې، ما چې له لومړۍ ورځې دا سړی اورېدلی، او لوستلی، نو دا درک راته شوی، چې هغه زموږ د ټولنې سره په هېڅ راز سمون نه لري.
که په کورنۍ يې ونه غږېږو، د هغه د کورنۍ شاليد ته هم ولاړ نه شو، دا هم بسنه کوي، چې هغه څو لسيزې او هغه مهال چې افغانستان په اور کې سوځېدو د افغانانو ريښتينی حالت نه دی درک کړی، ځکه خو هغه د دې ټولنې په اصل نه پوهېږي.
هغه يو اکاډميک سړی دی، د مشورې لپاره ښه و، نه د سياست پر مخ وړلو لپاره، دا هم بعيده نه ده چې هغه يوه مهره وه، او بس همدې حالت پورې راوستل کېدو، او نور په اوبو لاهو کېدو.
هغه يو ډاکتر و، چې کتاب يې لوستی، خو د سياست کتاب معکوسې معناوې لري، او هغه ښاغلي د خپل کتاب په ليکو ټينګار کاوه، کتاب کې يې لیکلي و چې ولسمشر به دوه وي، د ده په څنګ کې پنځه نور ولسمشران راووتل، چې دوه يې مرستیالان او درې يې د اجرائيه رئيس او د هغه مرستيالان وو، و هلمّ جرا…
نن يې د اختر په مناسبت وينا کړې، زه لا په خپل نظر باوري شوم، هغه د سياسي پوست لپاره جوړ څوک نه و، که بيا واک ته رسېږي، يا يې هيله لري، بيا به له ناکامۍ سره روان وي، او ناکامېږي به.
ولس ته د هغه د وينا انداز داسې دی، لکه په ټولګي چې محصلينو ته درس ورکوي، د هغه په باور خبرې يې يوازې نخبه ګان اوری، پوهان یې ليواله دي، او بايد له خپل ټول علم او پوهې څخه کار واخلي، څو هغوی د خپل منطق په زور قانع کړي، چې دوی په حقه دی.
حال دا چې زموږ د هېواد ډېره برخه وګړي، عند الموقع پرېکړه کوي، او چې سملاسي په څه پوه شول، هغه يې منظور نظر ګرځي.
اوس که ښاغلی اشرف غني ولس ته مخاطب وي، نو د خبرو انداز يې غلط دی، ولو که ډېر عميق غږېدلی وي، ولو که خبرې يې سل په سله کتابي وي، او که له خواصو سره غږېدلی وي، نو بيا ځان د ولس مشرۍ ته انتخاب نه شي ګڼلای، بايد بيا يې هم انداز د داسې يو سياستوال نه اوسي، چې غواړي ولس رهبري کړي.
خبره دا ده چې هغه ښاغلی به پوه وي، خو پوه سياستوال نه دی، يو بريالی انسان به وي، خو بريالی سياستوال نه دی، زه وايم که څوک مشوره ورکوي، نو د ولس لپاره د کار مشوره دې ورکړي، د سياست نه.
چې د ولس په ژبه سړی نه پوهېږي، هغه به څه ولس رهبري کړي.
پای
Tue, 12 Jul 2022 20:04:52 +0430نن ټکی اسياpstext/htmlhttps://www.nu.asia/204463/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D9%8A%D9%88-%D9%86%D8%A7%DA%A9%D8%A7%D9%85-%D8%B3%D9%8A%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%84%D8%8C-%D9%8A%D9%88-%D8%B9%D9%84%D8%AA/نظــراشرف غنيمحمد اسماعيل عندليبهلمند کې کولرا ناروغۍ تېرو څلورويشت ساعتونو کې د ۲۰ کسانو ژوند اخيستی
https://www.nu.asia/204460/%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%DA%A9%D9%88%D9%84%D8%B1%D8%A7-%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA%DB%8D-%D8%AA%DB%90%D8%B1%D9%88-%DA%85%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%8A%D8%B4%D8%AA-%D8%B3%D8%A7/
https://www.nu.asia/204460/%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%DA%A9%DB%90-%DA%A9%D9%88%D9%84%D8%B1%D8%A7-%D9%86%D8%A7%D8%B1%D9%88%D8%BA%DB%8D-%D8%AA%DB%90%D8%B1%D9%88-%DA%85%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%8A%D8%B4%D8%AA-%D8%B3%D8%A7/
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): په هلمند ولايت کې د اسهال شديدې «کولرا» ناروغۍ په تېرو څلورويشت ساعتونو کې د ۲۰ ناروغانو ژوند اخيستی دی.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې تېرو څلورويشت ساعتونو کې ۱۲۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له مخې يې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند د روغتيايي چارواكو په وينا، له مركز څخه دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ډلې لېږل شوي او په دې ناروغۍ د اخته كسانو درملنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي وو.
د کولرا يا نس ناستې ناروغي د ناپاکو اوبو او ککړې هوا تنفس کولو له کبله رامنځته کيږي، چې په ګڼ شمېر ولايتونو کې پرې ناروغان اخته شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې له ۲ ملياردو زيات کسان د پاکو اوبو نه موندلو له کبله د کولرا ناروغۍ له خطر سره مخ کيږي. دوی زياتوي چې دغه ناروغي کلني له سل زرو زيات کسان وژني.
https://www.nu.asia/204456/%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%81%D8%B6%D9%84%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%AE%D9%88%D8%B4%DB%90-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%88-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%87%D8%9B-%D8%A8%D9%86%D8%AF/
https://www.nu.asia/204456/%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%81%D8%B6%D9%84%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%AE%D9%88%D8%B4%DB%90-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%88-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%87%D8%9B-%D8%A8%D9%86%D8%AF/
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۱ل: د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عزيز الله فضلي وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې بندي نه و، بلکې په ارګ کې د رئيس الوزراء له لوري د ميلمه په حيث پاتې شوی و.
عزيز الله فضلي تېره اونۍ پر کرکټ بورډ د څو وسله والو کسانو سره يوځای ورغلی و، خو د ګاردانو له لوري د اجازې نه ورکولو پرمهال يې هوايي ډزې وکړې او بېرته ستون شو، چې سمدستي د رئيس الوزراء له لوري ارګ ته وغوښتل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ پخواني متنازع رئيس په دې تړاو پر خپله فيسبوکپاڼه يوه ليکنه خپره کړې چې وايي، د کرکټ بورډ مشرتابه له لوري د مشورو او سپارښتنو لپاره کرکټ بورډ ته غوښتل شوی و، خو وروسته داخل ته اجازه ورنکړل شوه او ستون شو.
که څه هم هغه زياتوي چې په ويديو کې داسې کومه د امنيتي پېښې ستونزه نه ليدل کيږي، خو د کرکټ بورډ سرچينې وايي چې د اجازې نه ترلاسه کېدو سره نوموړي د کرکټ بورډ مخې ته هوايي ډزې کړې دي.
د جعلي مکتوب په پار فضلي په تکراري ډول ليکلي چې دده سره د رياست مقررۍ جعلي مکتوب نه، بلکې د امير المؤمنين اصلي مکتوب دی، چې هغه مهال د رئيس الوزراء سره هم شريک شوی دی.
هغه ليکلي چې ارګ کې له څو ورځو راهيسې د رئيس الوزراء په امر پاتې شوی، او د يوه بندي په حيث نه بلکې د يوه ميلمه په توګه برخورد ورسره شوی دی.
تېر ته په کتلو عزيز الله فضلي په خپل وخت د کرکټ بورډ يو متنازع مشر پاتې شوی دی. په ۲۰۱۹م نړيوال جام کې د نوموړي له رئيس کېدو وروسته کرکټ بورډ اداره او د لوبغاړو ترمنځ اختلافات زيات او آن نړيوالو ته څرګند شول، چې په پايله کې تکړه افغان لوبډله له بریا څخه محرومه شوه.
د اسلامي امارت له راتلو وروسته نوموړي ځان د فرحان يوسفزي په نه شتون د کرکټ بورډ سرپرست رئيس معرفي کړ، چې وروسته په خپله پريکړه عمومي رئيس شو.
د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس حامد شينواري له ګوښه کېدو او نصيب خان له ټاکل کېدو وروسته د عزيز الله فضلي پرځای ميرويس اشرف د بورډ رئيس په توګه وټاکل شو، چې ګڼ شمېر لوبغاړو او کرکټ مينوالو يې هرکلی وکړ، او د افغانستان کرکټ ته يې د پرمختګ نوې هيلې ورکړې.
د کرکټ بورډ ځينو موثقو سرچینو په حواله، عزيز الله فضلي د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال د کرکټ نړيوالې شورا ته داسې ايميلونه هم کړي چې ګواکې «اوسنۍ اداره د يوې ډلې مربوط ده او په افغانستان کې کرکټ د تباهۍ مخې ته بيايي چې تاسې يې باید مخنيوی وکړئ».
Mon, 11 Jul 2022 11:46:26 +0430فیاض افغانpstext/htmlhttps://www.nu.asia/204456/%D8%B9%D8%B2%D9%8A%D8%B2-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D9%81%D8%B6%D9%84%D9%8A-%D9%84%D9%87-%D8%AE%D9%88%D8%B4%DB%90-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%88-%D9%88%D8%B1%D9%88%D8%B3%D8%AA%D9%87%D8%9B-%D8%A8%D9%86%D8%AF/ورزشعزيز الله فضلي